افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت له نوزاد ولسوالۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى. نوزاد د هلمند په شمال کې پرته ده چې په ورڅېرمه ولسواليو موسى کلا، سنګين، کجکي او نورو سيمو کې درنې جګړې شوې دي.

په دې ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د څو کلونو لپاره د امن د ټينګښت لپاره له وسلوالو طالبانو سره جګړه کړې ده.

وسلوالو طالبانو د دوبي په وروستيو کې په دې ولايت کې خپل بريدونه زيات کړي دي.

دې ډلې د افغانستان په شمال کې هم ځينې ولسوالۍ او سيمې ونيولې، خو له لاسته راوړنو سره- سره زيات تلفات وراوښتي او داعش ډلې هم کمزوري کړي دي.

د هلمند ولايت چارواکو نن رويټرز اژانس ته وويل چې د طالبانو په حملو کې د ملکيانو د خونديتوب لپاره د دې ولسوالۍ مرکز درې کيلومتره ليرې بل ځاى ته انتقال شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل د نوزاد ولسوالۍ پر شا و خوا د عامو خلکو کورونه دي، چې د طالبانو د حملو په صورت کې دوى ته هم زيان رسېدلاى شواى.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وويل دوى دغه ولسوالي نيولې او ګڼ پوليس او سرتېري هم ورتسليم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *