سرتېري

افغان ځواکونو اوس تر بل هر وخت پياوړي دي او لا کار کوي چې څنګه کیدای شي د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره زیات تمرینونه وکړي او ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې په اسانۍ اهدف ترلاسه کړي.

افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له روزنې وروسته اوس خپله کادري استادان لري چې روزنه ورکوي او د ترهګرۍ ضد عملیات رهبري کوي.

اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیات خپلواک دي او د وسله والو ډلو پرضد داسې بریالي عملیات روان دي چې له وسله والو یې لار ورکه کړې، وسله وال چې اوس له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، هڅه کوي د سړک غاړي ماینونو او ځانمرګو بریدونو باندې خپل غچ واخلي.

د وسله والو په ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې ماین چاودنو کې ډيری قرباني ملکي وګړي دي، خو بیا هم وسله وال د خپلو چاودنو لپاره توجیه لټوي چې د جګړې اوصول یې وبولي، خو د وسله والو ترهګرو ډلو دا عمل د ولسونو له کرکې او نړیوالو له غندنې سره مخ دی.

افغان ځواکونه چې د هوایي ځواک په برخه کې یې ستونزه درلوده او ډیر کله به د هوایي ځواک د کمبود له کبله عملیاتو کې له ستونزې سره مخ و، اوس دا مشکل تر ډيره کم شوی دی او افغان ځواکونه کولای شي د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوایي ځواک څخه هم کار واخلي.

په دې برخه کې د هند او امریکا د الوتکو مرستې د افغان هوایي ځواک برخه پیاوړې کړې او کولای شي د هېواد بیلابیلو برخو کې بریالي هوایي بریدونه وکړي چې ډیر کله یې د وسله والو داسې مرکزونه په نخښه کړي چې د وسله والو ملا يې پکې ماته کړې ده.

افغان هوايي ځواک همدا تېره اوونۍ په فراه کې په لومړي ځل لایزري بمونه وکارول چې تر هدف پورې کنټرولیږي او کولای شي د وسله والو ډلو مشران او مهم اهداف په نخښه کړی، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه له داسې ټکنالوجۍ برخمن کیږي.

د هوايي ځواک لپاره پيلوټان په د امریکا په ګډون په نورو پرمختللو هېوادونو کې روزل شوي او له هغه ټکنالوجۍ سره بلد شوي چې په اوس کې ورته زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د افغان هوایي ځواک تر څنګ کمانډو ځواکونه د افغانستان بل مټ دی چې د ترهګرو ډلو پښې ترې لړزیږي او د هېواد په هره سیمه کې ځانګړي عملیات کوي چې د وسله والو ډلو مشران یې په نخښه کړي او لوی مرکزونه یې ورته له منځه وړي دي.

د افغان هوايي او ځمکني ځواکونو پیاوړتیا د افغانستان په راتلونکي خلک باوري کوي او د ناټو غړو هېوادونو د ارزونې له مخې د افغانستان کمانډو او نور ځانګړي ځواکونه د سیمې په هېوادونو کې ساری نه لري.

افغان ځواکونه د سیمې په کچه زړور ځواکونه بلل شوي چې د جګړې په ډګر کې دښمن پسې ځغلي او تر هغې یې تعقیبوي چې یا یې وژلي نه وي او یا یې نیولي نه وي.

پخوا د افغان ځواکونو په اړه انديښنې وې چې ګنې په پښو به و نه دریږي، خو اوس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړې پاملرنې دا ځواک څو چنده پیاوړی کړی او په زیاتو برخو کې په ځان بسیا شوي دي.

د افغان ځواکونو په لیکو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوی کار دا وکړ چې له سیاست یې را وویستل او د افغان ځواکونو مشران یې په دې وپوهول چې که سیاست کې دخیل شول، یا به کور ته ځي او یا به زندان ته.

اوس افغان ځواکونه یواځې د خلکو ملاتړ ته ضرورت لري چې د اړتیا په وخت کې یې لاسنیوی وشي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره همکاري وکړي چې د یو اباد، سرلوړي او سوکاله افغانستان لپاره دا هېواد د ترهګرو له وحشي اعمالو وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *