خبریال: میرویس جلالزی – د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، امنیتي ځواکونه د راتلونکي فصل جګړې ته پوره تیاري لري. د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد دا څرګندوني پر داسي وخت کوي چې افغانستان ۲۰۱۶ کال، د طالبانو له نسکوریدو وروسته تر تیرو کلونو ډیر خونړی تیر کړ.
د شمیرو له مخي د ۲۰۱۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغان ځواکونو ته ۱۵۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دغې شمیري ۵۵۲۳ تنه یې شهیدان شوي ول.
یاده شمیره د افغانستان د بیاودانولو د پروژو لپاره دامریکې د سر څیړونکي ( سیګار) دفتر ورکړي او ویلي یي دي چې په تیر کال کې د ملک له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۲۵۸ ولسوالۍ د حکومت تر ولکي لاندي، ۳۳ د طالبانو او پاتي ۱۱۶ څه د طالبانو او څه هم د حکومت تر واک لاندي وې.
که څه هم د افغان ځواکونو بهرنیو سلاکارانو د افغان ځواکونو پر ضعیف مدیریت او د هغوي په لیکو کې د فساد او خپل پالنۍ پر روان حالت سختي نیوکي کړي، لیکن دا دی اوس د ملک د کورنیو چارو وزیر وایي چې دوي د راتلونکي جنګي فصل پیلیدو ته پوره تابیا نیولي ده.
جنرال تاج محمد جاهد چې کابل کې یې د پوځیانو د فراغت یوي غونډي ته وینا کوله ویلي، د دوي مشرتابه کړیو په روان ژمي کې د خپلو سرتیرو د تشو د ډکولو لپاره کار کړندی کړی او تر ډیره بریده یي هغه نیمګړتیاوي پوره کړي کوم چې په تیر کال کې د جګړې په کرښو کې د سرتیرو د مرګ ژوبلي د ختلو لامل شوی وي.
وسله وال مخالفین له دا څو کلونو راهیسي د مارچ د میاشتې له پای ته رسیدو سره سم خپل پسرلني عملیات پیلوي.
د شمیرو له مخي چې را روان کال لپآره کورنیو چارو وزارت د خپلو همکارانو له لوري پر نورو هغو د بریدونود مخ نیوي لپاره هم ځيني تدابیر نیولي دي.
د سیګار په راپور کې راغلي ول چې ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د میاشتي له لومړۍ نیټي څخه بیا د ۲۰۱۶ کال د اګسټ تر ۱۹مې نیټي پوري د افغان ځواکونو په دننه کې ۱۰۱ خودي بریدونه ( د دښمن په دستور د سرتیرو له لوري په خپلو همکارانو تر سره شوي بریدونه) تر سره شوي وو.
په یادو بریدونو کې ۲۵۷ تنه سرتیري مړه او ۱۲۵ نور ژوبل شوي ول.
د افغانستان دکورنیو ځواکونو ملاتړي نړیوالي امنیتي ادارې وړاندوینه کوي چې روان پسرلۍ به افغانستان کې شدیدی جګړې پیل شي.
د هغوي ګمان دا دی چې طالبان، داعش او نور حکومت ضد یاغیان به حتی د عمده ښارونو دولکې توان ومومي او افغان حکومت ته په کار ده چې له خپل ټول قوت څخه په ګټي اخیستني سره د احتمالي بریدونه دمخه ځانونه چمتو کړي.