تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، له طالبانو څخه د ټولو ۲۱ ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره تیاري نیسي.
د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي ډاډ څرګندوي چې د دوی پسرلني عملیات به د هغو سیمو لویه برخه د طالبانو له کنټروله ازاده کړي چې دې ډلې په وروستیو څو کلونو کې نیولي دي.
له افغانستانه د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د نړیوالو محاربو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د افغانستان لږترلږه ۲۱ ولسوالۍ نیولي دي.

خو جنرال یفتلي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره تیاري نیسي او ښايي په درو میاشتو کې ټولې سیمې بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې راولي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې د سویس په دافوس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل چې په تېرو ۴ کلونو کې شاوخوا ۴�� زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.