کندهار افغانستان- نن تر غرمي وړاندي افغان امنيتي ځواکونو د تصفوي عملياتو پر مهال ١٣ وسلوال طالبان او ٤٠ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او تر لاسه کړل.
ياد عمليات چي مشري يې افغان امنيتي ځواکونو په غاړه لرله د ژړۍ ولسوالۍ په تانګۍ دره کي تر سره سوي او پر مها ليې ١٣ وسلوال طالبان ژوندي نيول سوي او په نوموړې سيمه کي افغان ځواکونو ٤٠ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او تر لاسه کړي دي.
د يادو تصفيوي عملياتو پر مهال افغان امنيتي ځواکونو ته هېڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی