تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: افغان هوایي ځواکونو تېره شپه په یو برید کې د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ستار جریمي وژلی دی.
دفاع وزارت وایي برید د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو کلي کې د ملا ستار په اډه شوی چې له هغه سره ۷ ترهګر نور هم په کې وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په وینا ، په دې برید کې ملا حمیدالله، ملا شریف الله ، ملاعزت، ملا محب، ملاخیر الله زوی، د غلام رسول او عمري په نوم مهم طالبان وژل شوي دي.
په دغو عملیاتو کې ملا تورجان د عبدالسلام زوی ، ملاحمید د محمود زوی ، قاري سلام د ملا سردار زوی ، قاري رحیم الله زوی کریم اخندزاده هم ژوبل شوي دي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي