افغان امنیتي څواکونه

تاند- د افغانستان سرحدي ځواکونو ته ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو یرغل او د ډیورند له کرښې تېري ته کلک ځواب ووايي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري دا خبره نن /دوشنبه/ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته وکړه چې پاکستاني پوځیانو تېره اوونۍ پر ننګرهار ولایت په لسګونو راکټونه ویشتي دي.

جنرال وزیري په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل:«زموږ زغرد پیغام دا دی چې پاکستان باید د افغانستان او افغانانو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

ده وویل چې افغانستان یرغلونو ته د کلک ځواب ویلو اوږد تاریخ لري او د تجاوز تازه هڅو ته به هم ورته ځواب وویل شي.

تېره اوونۍ پاکستاني پوځیانو د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کې د یرغل په مهال یو افغان پوله ساتی وواژه او دوه نور ژوبل کړل. د یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان د مداخلو پرضد مظاهره وشوه.

مظاهره چیانو د افغانستان له حکومت او ملګروملتو وغوښتل چې د پاکستان د نورو حملو مخه ونیسي.

پاکستان دا بریدونه وروسته له دې وکړل چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د پاکستان پر صداقت بې باوره شو او پر پاکستان یې نیوکې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د پاکستاني پوځیانو د یرغل په اړه یې اعتراض وروسپاره.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ايتلاف د ارتباطاتو مشر برید جنرال چارلس کلیفلنډ وویل چې په پوله کې له روانو لانجو خبر دی.

ده همداراز وویل، د ستونزې د حل لپاره سیمه ییزه حللاره پکار ده او مخکې تر دې چې پراخه شي باید پای ته ورسول شي.

ده دا هم وویل چې دا مسله د ټولو لپاره منفي پایلې لرلی شي.

کله چې له برید جنرال کلیفلنډ څخه وپوښتل شول چې د ناټو ايتلاف په دې مسله کې څه رول لوبولی شي، ده وویل، ګرانه ده چې څه ووايي خو دا مسله له یو شمېر شرایطو سره تړلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي په دې اړه نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ د ډیورند کرښې په اوږدو کې هیڅکله کړکېچ نه غواړو.»

ده د پاکستان له لوري د هاوانونو او راکټونو بریدونه د نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله.

صدیقي دغه راز له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې له تروریستانو سره مبارزه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی اشاره د پاکستان په خاوره کې مېشتو افغان طالبانو ته وه، او ویې ویل:«افغانستان غښتلي استخبارات لري او په دې پوهېږي چې د تروریستانو مشران چیري دي.»

د پاکستان په وړاندې د افغانستان د صبر کاسه هغه مهال نسکوره شوه چې طالبانو د پاکستان له ژمنو سره سره د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، د سولې خبرې یې رد کړې او په کابل کې یې خونړۍ حمله وکړه.

3 thoughts on “افغان ځواکونو ته امر شوی چې د پاکستان سرغړونو ته کلک ځواب ووايي”
  1. ډیر پرځای تصمیم دی. دښمن فکر کوی چی افغانان ډارن دی او هره ورځ دوی ته خپل سنګرونه خوشی کوی. مرګ یوځل راځی نو ولی مخکی له دی چې مونږ ووژنی ، له ځان نه دفاع ونه کړو. د دوی له ځان نه هم وینې تویږی که دوی ډیر دی ډیر یی وژل کیږی. پنجابیانو ته د هند باتور پوځ درې ځلې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او تر اوسه د پنجابیانو په غوږونو کې زمونږ د نیکونو د ورتګ انګازی لا ندی هیری شوی.

  2. Salam tolo hewadwalo ta!
    Pashto ke wayi waey” da gaz da maidan “. Hokomat de hewad sataneh ta chamtwaley hets nalari aw tol hokomat la mili khainano dak aw hata pa parlamant ke hm de pakistan jasosan shton lari aw qaumi masheran kho pregda che de pakistan passport hm lari aw de hokomat la badnezama estefada kawi

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *