تاند- له ناټو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر نن رسملٍ بشپړ شو.

په دې مناسبت په ارګ کې یو لړ مراسم جوړ شول. ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو سرشیندنې وستایلې، ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه له دې وروسته باید امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.

ده وویل:«غواړم چې د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو مننه وکړم، دوی د افغانستان حقیقي بچیان دي، موږ پرې ویاړو. زه له ټولو افغانانو غواړم چې د دوی ملاتړ وکړي.»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د ښه او بد تروریست ترمنځ توپیر نشته او د افغانستان حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد د نیابتي جګړې لپاره کار واخیستل شي.

د ولسمشر اشاره ظاهراً پاکستان ته وه ځکه چې افغانستان باور لري چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر ضد کار اخیستل کېږي.

پاکستان هم ورته ادعا لري او فکر کوي چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

ناټو د شنبې په ورځ په افغانستان کې رسماً خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او نن یې د غوڅ ملاتړ په نوم د افغان امنیتي ځواکونو روزنیز ماموریت پیل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *