نن د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لوی جرګې تالار کې له میرمنو سره غونډه درلودله او په دې غونډه کې د وینا یوه برخه کې یې افغان ځواکونو ته سپکاوی وکړ.

حکمتیار افغان ځواکونه معاش خواره یاد کړل او تور یې پورې کړ چې دا ځواکونه د جګړې په تقدس باور نه لري او یواځې د څو پيسو لپاره دندې ترسره کوي.

په داسې حال کې چې له کلونو راهیسې افغان ځواکونه قرباني کوي او نن چې افغانستان کومې لاس ته راوړنې لري، دا د همدې ځواکونو برکت دی.

حکمتیار له یوې خوا افغان ځواکونو ته په دې سپکاوی وکړ چې ګنې د معاش لپاره جګړه کوي او له بلې خوا یې شمالي ولایتونو ته د سفر د امنیت راضي و چې هیڅ مزاحمت ورته نه دی شوی.

دا چې حکمتیار دې ولایتونو ته خوندي سفر کړی او هيڅ ډول پېښې سره نه دی مخ شوی، همدا د افغان ځواکونو برکت دی چې شپه او ورځ د لویو لارو او سیمو امنیت باندې بوخت دي، کنه هغو سیمو کې چې طالبانو جضور درلودلی حکمتیار به هلته تللی وی؟ ښکاره خبره ده که تللی وای روغ نه شو راوتلی.

حکمتیار خبر نه دی چې دلته افغان ځواکونو لاس په سر کې نیولی او د دې خاورې او خلکو د ناموس د دفاع په خاطر له خپل ځان تېر دي، ایا د یو څو پيسو په مقابل کې به څوک له سره تېر شي، خو ښکاره خبره ده چې دا له هېواد سره مینه او د جګړې په تقدس د افغان ځواکونو باور دی چې له خاورې او ناموس څخه د دفاع په لار کې شهید دی.

حکمتیار د افغان ځواکونو مورال او روحیه نه ده لیدلې، د خپل وخت جنګسالارانو د وخت فکر کوي چې هر چا به دنده د غلا او چور لپاره کوله، خو اوس هغه وخت نه دی اوس افغان ځواکونه یو منظم چوکاټ کې په ملي روحیه سمبال د دښمن پروړاندې جګړه کوي او دښمن ته یې اجازه نه ده ورکړې چې هدف ته ورسیږي.

حکمتیار سره چې کوم سرتېري دي او یا یوې سیمې ته سفر لري، ایا همدا افغان ځواکونه یې امنیت نه ساتې؟حکمتیار هیر کړي چې د ده ساتونکي هم د معاش په بدل کې ورسره دي، خو دا چې حکمتیار ورته ارزښت لري، نو ورسره کار کوي.

د حکمتیار په څېر څرګندونې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو څرګندونو سره هیڅ توپير نه لري، ځکه دا څرګندونې د افغان ځواکونو مورال راټيټوي او د افغان ځواکونو قربانیو باندې سترګي پټول دي.

نن چې حکمتیار د کوم تړون له مخې راغلی او کابل کې ژوند کوي، دا د همدې ځواکونو قرباني او سرښندنې دي چې ورکړي یې دي او سولې ته یې زمینه برابره کړي.

همداسې به یوه ورځ طالبان هم راځي او همدا ځواکونه به یې امنیت ساتي، زموږ ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي او د جګړې د تقدس په تړاو یې افغان علماوو فتوا ورکړې، د حکمتیار څرګندونې دومره موثرې نه دي، یواځې دا چې خپلو افغان ځواکونو ته سپکاوی کوي.

One thought on “افغان ځواکونو ته سپکاوی د منلو نه دی | سید عبدالله پاچا”
  1. ګلبي د يواري په کوم سنګر کي کييني او له دعش ،طالب او أ .اس. أ سره نيغ په نيه وجنګيږي، زما په هاند پرتوګ به يي ډک وي او تيښه به کوي، دليل يي دادي چه ګلبي خپل عمر ټول په تيښته کي تير کړو.
    څوک چه د افغانستان په اردو نه وياړي هغه افغان نه دي.
    څوک چه د افغانستان په اردو نه وياړي هغه د پنجاب ته لاړ شي.
    څوک چه د افغانستان په اردو نه وياړي هغه په افغا نستان نه وياړي.
    د سر لوړي افغانستان په هيله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *