خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا دفاع وزارت هغه مرمۍ ضد ګاډي افغان وسله والو ځواکونو ته نه دي ورکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د ورکړې ژمنه کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغان قواوو تلفات سږ کال تر بل هر کال لوړ شوي او که چیرته افغاني ګزمو او محاربوي فعالیتونو کې له عسکرو سره زغره وال ګاډي وای نو ښايي د تلفاتو شمیر په اوسني حد کې نه وای.

د افغنستان د دولت وسله وال مخالفان تر ډیره د افغان ځواکونو د پلیو او سپرو ګزمو پر وړاندي هغه کورجوړي بمونه کاروي چې ډیر ځواکمن او ورانوونکي دي.

د رویټرز اژانس پر اساس د  ۳۰۰ اضافي موټرو د نه ورکولو پریکړه ښايي تر ډیره د بودجې له کمېدو له کبله وي. خو افغان ځواکونه د امنیتي مسئولیتونو تر منلو څلور کاله وروسته د یاغیانو پر ضد جګړه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

له ۲۰۰۲م کال راهیسې د امریکا متحد ایالتونو د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهیز باندي ۶۸ ملیارد ډالر لګولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس رویترز خبري آژانس ته ویلي چې افغان حکومت اوس هم هڅه کوي چې له امریکا څخه لا ډیر زغرګاډي ترلاسه کړي.

ستانکزی وایي کله چې د دفاع وزیر و د امریکا دفاع وزیر ته یې په یوه لیک کې د هغو موټرو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې امریکايي ځواک د «ګرځنده برید ځواک موټر» یا MSFV باله.

دغه زغرګاډي د طالبانو د بریدونو او ماینونو پر وړاندي ډير مقاوم او په عین حال کې اغېزمن دي.

آژانس وايي، اوس امریکا افغان امنیتي ادارو ته یو شمیر هاموې او یو ډول کوچني زغروال موټر ورکړي دي چې نیمه زغره وال او ډیر مقاوم نه دي.

د افغان دفاع وزارت سرچیني وايي چې امریکایي قوماندان پر افغان ځواکونو باندي اوس مهال فشار رواړي چې نوې اډې جوړي کړي او پر طالبانو لا ډېر بریدونه وکړي، خو افغان چارواکي بیا وایي چې د تجهیزاتو د نه لرلو له کبله یې ځواکونه ډیر وخت له ستونزو سره مخامخ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *