تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: افغان ځواکونو د جوزجان تر ټولو ستراتیژیکه نقطه شاه میرزا سیمه چې د جوزجان- بلخ پر لویه لار پرته ده له طالبانو پاکه کړې او دغلته یې د وسل والو د اخاذۍ لوی مرکز له منځه وړی دی.

د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په دې اړه تاند ته وايي، طالبانو په شاه میرزا سیمه کې له موټرو څخه د باجګیرۍ لوی مرکز پرانیستی و چې د شاهین ۲۲۰ عملیاتو په ترڅ کې يې له منځه وړی دی.

شاه میرزا سیمه د خانقاه ولسوالۍ اړوند ده چې اقینې بندر ته هم موټر پرې تګ راتګ لري.

ښاغلی رضايي وايي، طالبانو له یو کال راهیسې میلیونونه افغانۍ پر دې لاره د اخاذۍ د مرکز په توسط له باروړونکو موټرو او د تېلو له ټانکرو څخه په زوره اخیستې دي.

بلخواد جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر تاند ته وايي، دا هغه ځای دی چې طالبانو په کې څو ورځې وړاندې د تېلو دوه ټانکر له ډرېورانو سره یو ځای وسوځول، مګر اوس یې شاوخوا کلیو کې هم طالبان ځپل شوي دي.

نوموړی وايي، هر موټر به چې د طالبانو له اخاذۍ وتښتېد، طالب نښه ویشتونکو به یې په نښه کړی موټر په ډزو ویشتلو.

د اذر په خبره طالبانو په دې لاره له تېرېدونکي هر موټر څخه ۳۰ زره افغانۍ اخیستې او د ورځې به یې عاید درې میلیونه افغانیو څخه هم اوښتلو.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې په فراه کې هم د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی و، چې طالبانو بیا هغه خبره رد کړه او په جوزجان کې یې د اخاذۍ د مرکز په له منځه وړلو لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *