تاند- (دوشنبه، د میزان ۸) جګپوړي افغان چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ یې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو لږ مخکې په پلازمېنه کابل کې پر څو ځایونو د هند د مومبي په سبک د طالبانو ډله ییزې حملې شنډې کړي دي.
د بریتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی وايي چې امنیتي او استخباراتي ځواکونو لږترلږه ۱۴ وسله وال حمله کوونکي ژوندي نیولي او ورسره یوځای یې زیات شمېر وسلې او چاودېدونکي مواد نیولي دي.
طالبانو څو ځلې خبرداري ورکړل چې د شنبې د ورځې (د میزان ۶) د ولسمشرۍ انتخابات به په خپل ټول قوت ګډوډ کړي. دې ډلې خلکو ته خبرداري ورکړي وو چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي ځکه چې دوی د رایو پر مرکزونو بریدونه کوي.
خلکو ته د طالبانو په یوه خبرداري کې ویل شوي وو«که د رای ورکولو مرکز ته ځئ، خپل کفن هم درسره واخلئ.»
له همدې کبله نړیوالو د افغان رای ورکوونکو جریت ستایلی دی.
د ولسمشر غني د انتخاباتي ټیم ویندوی رضوان مراد وايي، که دا ډول ګواښونه په امریکا یا بریتانیا کې خلکو ته ورکړای شوي وای، ممکن یو ملیون تنو هم په انتخاباتو کې ګډون نه وای کړی.
خو طالبان فکر کوي چې اکثرو خلکو د دوی په غوښتنه انتخابات بایکاټ کړي دي.
۹ ملیونه او ۶ لکه تنه د رای ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي وو خو اوس داسې ښکاري چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به نژدې دوه نیم ملیون تنو خپلې رایې کارولې وي.
طالبان ادعا کوي چې د انتخاباتو په ورځ یې ۵۳۰ حملې کړي او اکثره بریالۍ وي.
د دې ډلې تر ټولو لویه حمله د کندهار په یوه جومات کې انتحاري چاودنه وه چې ۱۵ رای ورکوونکې پکې ژوبل شول.