تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د ځايي سرچینو په وینا افغان ځواکونو د بدخشان په نوسي ولسوالۍ کې د طالبانو کمین خوړلی چې له امله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي تاند ته د ټلیفون په لیکه وايي، طالبانو تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو ته په نوسي ولسوالۍ کې کمین نیولی و او سخته جګړه شوې ده.
نوموړی وايي، په د بدخشان کې د پامیر قول اردو د لوا څو قومندانان د نوسي ولسوالۍ خواته روان شوي وو، خو تر اوسه یې د طالبانو پر ضد عملیات نه دي پیل شوي.
دفاع وزارت بیا نه تاییدوي چې افغان ځواکونو په نوسي ولسوالۍ کې کمین خوړلی که نه؟ مګر زیاتوي دغه ولسوالۍ کې به هم د نورو ولسوالیو په څېر طالبان وځپل شي.
طالبانو بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.