تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /شنبه/ د بدخشان ولایت د کوهستانات ولسوالي بېرته ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل، د کوهستانات ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دانش همداراز وویل چې لا هم د ولسوالۍ په شاوخوا غرنیو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري.
د بدخشان امنیه قوماندان عبدالخالق اقصای وویل چې تېره شپه ناوخته کومانډو ځواک کوهستانات ولسوالۍ ته ورسېد او نن یې عملیات پیل کړل.
دا ولسوالي د پنجشنبې په ماښام د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه.
طالبانو تراوسه پورې د دې ولسوالۍ د بایللو په اړه څهع نه دي ویلي.