تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: افغان ځواکونو په بغلان ولایت کې له شپږو ورځو راهیسې په پیل کړیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۱ طالب وسله وال ژوندي نیولي دي.
بغلان کې په عملیاتو بوخت د پوځ جنرال عباس توکلي وايي، په ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او دوشي کې یې د عملیاتو پر مهال طالبان په شدت سره ځپلي دي.
نوموړی وايي، د ډنډ شهاب الدین ۸ کلي، د ډنډ غوري ۱۷ کلي او د دوشي ولسوالۍ پنځه کلي یې په شپږ ورځنیو عملیاتو کې له طالبانو بېرته نیولي دي.
نوموړی وايي، په هوايي عملیاتو کې یې بغلان لپاره د طالبانو نظامي مسوول قاري نعیم هم له دوه ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
نوموړی زیاتوي افغان ځواکونو د طالبانو د وسلو یو زېرمتون او یو مهم پټنځای هم په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له منځه وړی دی.
خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي تایید کړي.