تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: افغان ځواکونو تېره شپه په جوزجان کې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان له ۲۲ وسله والو سره یو ځای وژلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، مولوي نورمحمد چې په قومندان ایوبي مشهور و، د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د سرې قومندان و چې تېره شپه د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له خپلو ۲۲ وسله والو سره د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې ملا روح الله پهلوان هم چې د درزاب لپاره د طالبانو ولسوال و، په نښه شوی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.