تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: افغان هوایي ځواکونو د شمال لپاره د طالبانو مالي مسوول په کندوز کې د یو هوایي برید په ترڅ کې له منځه وړی دی.
د دفاع وزارت د ویندوی دفتر تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، محب الله پاکستانی و او دوی کندوز کې د هغه کرولا موټر په نښه کړی او له هوا څخه ویشتلی دی.
دفاع وزارت د محب الله په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي، او نه یې هم په اړه طالبانو لا تراوسه څه ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په لیکو کې لوړ پوړي پاکستانیان وژل کیږي