هیلي کوپتر

تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د اروزګان د خاصې قطعې او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ګاونډي هلمند په باغران ولسوالي کې نژدې ۷۰ تنه د طالبانو له منګولو خلاص کړل.

د دفاع وزارت له اعلامیې سره سم د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د طالبانو له دوو جلا زندانونو څخه د ملي اردو او ملي پولیسو ۶۷ غړي راخوشي کړل.

د دې وزارت په وینا ژغورل شوي کسان اروزګان او کندهار ولایتونو ته وړل شوي دي.

له بلې خوا طالبان وايي چې افغان او بهرنیو پوځیانو د باغران ولسوالۍ پر عام بازار برید کړی او عام خلک یې له ځان سره بېولي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو وړمه شپه د باغران ولسوالۍ پر عامو خلکو چاپه اچولې او ۵۳ تنه یې له ځان سره بېولي دي.

قاري احمدي همداراز ویلي چې افغان او امریکايي پوځیانو، چې په ۱۱ څرخکو کې باغران ته ورغلي وو، دوکانونو او کورونو ته یې زیان اړولی، ۳ تنه یې وژلي او د عامو خلکو شتمنۍ یې غلا کړي دي.

احمدي دا هم ویلي چې طالبانو افغان او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبلې اړولي دي.

خو له بلې خوا د اروزګان امنیتي چارواکي وايي چې په باغران کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲ سوه نور ژوندي نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *