تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د فراه ولایتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت اناردره ولسوالي بیرته له طالبانو نیولې ده.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، دا ولسوالي چې د فراه ښار له جګړې وروسته طالبانو سقوط کړې وه، تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې بېرته له طالبانو پاکه شوې او اوس د افغان ځواکونو تر ولاکې لاندې ده.
نوموړی د اناردرې د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ۱۶ طالبانو د وژل کېدو خبره هم کوي، خو ویل کېږي که څه هم طالبان د اناردرې له ولسوالۍ مقام څخه شاته شوي مګر شاوخوا سیمو کې سخته جګړه لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا دوه اوونیو راهیسې د هېواد د ۵ ولایتونو په ۱۶ ولسوالیو کې سختې نښتې روانې دي، چې له کبله یې ځینې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي ځینې یې بیرته افغان دولت ترلاسه کړې دي.