کندهار افغانستان ـ تېره ورځ دکندهارولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي سيمه ييزو پوليسو د وسلوالوطالبانو شپږعرادې موټرسيکلانونه او دوه مخابرېتر لاسه کړې.

يادو وسلوالو طالبانو غوښتل دپنجواييولسوالۍ په ګړندي سيمه کي خپل ورانکار فعاليتونه تر سره کړي خو له ښه مرغه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د دوی پلانونه شنډ او د بې ګنا خلکو د وژنو مخه ونيول سوه.

وسلوالو طالبان ډېری مهال له ګاونډي هيواد پاکستان څخه کندهار او نورو نږدې سيمو ته د ورانکارو فعاليتونو په موخه راځي چي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يې په ښه توګه د ورانکارو فعاليتونو مخه نيول کېږي او افغان ځواکونه نه پرېږدي چي وسلوال طالبان دي د پرديو په لمسون د خپلو بې ګناه هيوادوالو په وژلو د خپلو بادارانو په وړاندي امتيازات تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *