تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: افغان ځواکونو د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ پر شهرکهنه له څلور نیمو کلونو وروسته بېرته له طالبانو ولکه ټینګه کړه.

 د تخار امنیه قومندان سید معراج الدین سادات وايي، شهر کهنه د طالبانو مهم مرکز  او اډه وه چې اوس افغان ځواکونو ترې دغه مهمه اډه او د سوق و ادارې مرکز په ماورای کوکچه کې تر ولکې لاندې راوستي دي: (( په دغو عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.))

 د سادات په خبره، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شهر کهنه تر څنګ پنځه نور لوی کلي هم له طالبانو پاک شوي دي.

 خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *