تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې په غزني کې يې د طالبانو د مخدره توکو د تولید ۴ فابریکې له منځه وړې دي.

دفاع وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وايي، د ۲۰۳ تندر قول اردو د ۳مې لوا ځواکونو د غزني د چورې ولسوالۍ په دالاني سیمه کې د طالبانو د مخدره توکو دا ۴ فابریکې له منځه وړې دي.

خبرپاڼه کاږي په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي، یو سراچه موټر او لویه اندازه وسله یې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.

طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *