تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: په غور کې امنیتي ځواکونو په یو جالب تاکتیک کې طالبانو ته کمین نیولی او د دغې ډلې لوی برید یې خنثی کړی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي تاند ته وویل، تېره شپه طالبانو غوښتل د چارسدې ولسوالۍ پر پوستو لوی یرغلیز بریدوکړي خو افغان ځواکونو دا برید په ډېره هوښیارتیا له ناکامۍ سره مخ کړی دی.
نوموړی وايي، کله چې افغان ځواکونه د طالبانو د برید له چمتووالي خبر شوي، نو تللي او طالبانو ته یې په لاره کې کمین نیولی او ایسار کړي یې دي.
د خطیبي په خبره د امنیتي ځواکونو په دغه کمین کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام یې تاند ته ورنکړل.
نوموړی وايي، د افغان ځواکونو د کمین له کبله طالبان بېرته تښتېدلي دي او د چهارسدې ولسوالۍ د سقوط پلان یې ناکام شوی دی.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.