تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: افغان ځانګړو ځواکونو فراه ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۳ زندانیان یې ترې خوشې کړي دي.

د ملي امنیت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړي ځواک یې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې د قومندان او استخباراتي مسوول سیف الله تر ولکې لاندې زندان مات کړی او ۱۳ بندیان یې ترې خوشې کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو د زندان یو طالب ساتونکی هم ژوندی له ځان سره راوستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن طالبانو پر فراه ښار لوی برید کړی خو مسوولان وايي، طالبان یې له ښاره دباندې شړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *