تاند، شنبه، د جدي ۲۱ مه: د غور – هرات لویه لار لس کاله وروسته په بشپړ ډول له طالبانو څخه پاکه شوه.
سیمه ییز چارواکي وايي، دوی لس ورځې وړاندې د غور ـ هرات د لویې لارې په دواړو خواوو کې د “طوفان هریرود” په نامه عملیات پیل کړي وو او امنیتي ځواکونو نن ماسپښین لاره په بشپړ ډول له طالبانو پاکه کړه.
د غور والي غلام ناصر خاضع وايي، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د دشت تخت سیمه کې امنیتي ځواکونه د هرات او غور لارې سره تړلي او اوس دغه لار د مسافرو لپاره خلاصه ده.
هغه زیاتوي چې د لویې لارې د امنیت لپاره به د لارې په اوږدو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي.
دوه ورځې وړاندې، دفاعي چارواکو وویل چې له سلو ډیر طالبان د طوفان هریرود عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي او تر سلو زیات وسله وال وژل شوي دي.
د دوه کالو وروسته د غور – هرات د لارې پاکولو په اړه مبارکي