تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: افغان ځواکونو تېره شپه میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډیپو کشف کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، ځانګړو ځواکونو دغه ډیپو د قول هزاره سیمه کې کشف کړی چې په کې ۵۰ فیره هاوان مرمۍ، ۲۰ مختلف النوع ماینونه، ګڼ شمېر لاسي بمونه او نظامي تجهیزات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سم نر کار یی کړی دی