تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د افغان ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی نیولی دی.
د ملي امنیت سرچینې تاند ته وايي، له دغه کس سره د پاکستان ۳۰ شناختي کارتونه او ګڼ د القاعده شبکې اړوند اسناد نیول شوي دي.
سرچینه وايي، له دغه القاعده غړي سره په هلمند او جنوبي ولایتونو کې د دغې شبکې د مهمو پلانونو په اړه اسناد هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې ویلي وو، په هلمند موسی کلا کې یې پاکستاني الاصله القاعده مشر عاصم عمر او د هغه مرستیال وژلی خو شپږ نور القاعده غړي یې نیولي دي.
عاصم عمر د هند د شبه جزیرې لپاره د القاعده شبکې مشر و او مرګ یې ثابته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې لا هم غښتلې دي.