تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶ مه: دفاع وزارت وایي، چي د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کي يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او دغه ولسوالي یې له پنځو کلونو وروسته له وسلوالو طالبانو څخه نیولې ده .

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی تاند ته وایي ، امنیتي ځواکونه توانیدلي چې د بدخشان په وردوج کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي او دغه ولسوالي له دوی څخه ونیسي.

ښاغلی احمدزی وایي په دغه عملیاتو کې تر ۱۰۰ پورې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دی وایي په دغه عملیاتو کې د د طالبانو له لورې نومول شوی والي قاری فصیح‌الدین، د طالبانو نظامي مسوول قاری حافظ او ددې ډلې نور مهم غړي وژل شوي دي.

احمدزی وایي چې په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

دفاع وزارت زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو مهم پنځایونه یې هم له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *