تاند- د بغلان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بورکه ولسوالي کې د ازبکستان د جندالله ډلې لږترلږه ۷ سرزوري وژل شوي دي.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې، چې تېره شپه په بورکه ولسوالي کې وشوه، ۸ تنه نور سختدریځي ژوبل شوي دي.

د بورکې ولسوال علي محمد په وینا د طالبانو او جندالله د جګړې قومانده په کندوز کې د طالبانو ځانبولي والي کوله.

د بورکې د نارامه ولسوالۍ، چې د تخار او کندوز په پوله کې ده، ډېری اوسېدونکی په خټه ازبک دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تاییدوي چې د جندالله ډلې غړي په بورکه کې زیات فعال دي او د خلکو ژوند یې نارامه کړی دی.

د بورکې ولسوال ادعا کوي چې د مخالف لوري په ټپيیانو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان امام الدین حقاني او حفیظ الله حقاني هم شامل دي.

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په دې نښته کې، چې طالبانو او د جندالله غړیو پیل کړې وه، دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جندالله غړي ځانونه له طالبانو جلا بولي او طالبان د امارتیانو په نامه یادوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *