تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د شاهین قول اردو وايي، په فاریاب او بلخ کې یې د نښتو او عملیاتو پر مهال د طالبانو د څلورو قومندانانو په شمول ۳۳ طالبان وژلي او ۱۹ نور ژوبل دي.

شاهین قول اردو تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته یې دغه تلفات د چهاربولک په تیمورک، د کشندې ولسوالۍ په رزقل او د زارع ولسوالۍ په ګنډلي جتور سیمه کې اړولي دي.

 خبرپاڼه وايي، په وژل شویو طالبانو کې د دغې ډلې درې مهم قومندانان ملا غوث الدین، ملا صلاح الدین او ملا نورعلي هم شامل دی چې جسدونه یې  د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو او ۱۰ تنه نور یې ژوبل شوي دي.

 شاهین قول اردو همدا راز ادعا کوي چې تېره شپه یې د فاریاب پښتونکوټ ولسوالۍ په چقماق کلي کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ملا حزب الله په ګډون ۹ کسان په کې ژوبل او ۴ نور وژل شوي دي.

  طالبانو لا تر اوسه د دغه خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *