تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې د طالبانو مهم قومندان ګل نبي مبارک وژلی دی.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو تاند ته په یوه را استولې خبرپاڼه کې ویلي، طالب قومندان ملا ګل نبي مبارک په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوی ولسوال و.

شاهین قول اردو وايي، نوموړي په تېرو څو ورځو کې د ټاکنو پر مراکزو د بریدونو رهبري کوله خو اوس د هوايي برید ښکار شوی دی.

خبرپاڼه کاږي چې ګل نبي مبارک څو ځلې پخوا هم په عملیاتو کې ټپي شوی و، خو نوموړی له تېر کال راهیسې په چمتال کې د طالبانو د بریدونو د همغږۍ په خاطر دغې سیمې ته راغلی و.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *