بلخ ولایت

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د بلخ امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، یو موټر بم او په کې سپاره دوه ځانمرګي یې له منځه وړي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي تاند ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل، تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو په یو هوايي برید کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر او په کې سپاره دوه کسان چې د برید په هدف راوتلي وو، له منځه وړل شوي دي.

نوموړی وايي، دا له چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر یې د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې په نښه کړی دی.

نوموړی وايي، په دغه هوايي برید کې له هدف (موټر بم او په کې له سپرو کسانو) پرته بل هیچاته ته زیان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *