تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د تازه حملو په ځواب کې امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د ۵ قومندانانو په ګډون ۳۳ غړي وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.

 د کورنیو چارو وزارت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، طالبانو په کندوز او فاریاب کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې په دفاعي جګړه کې د طالبانو ۵ قومندانان وژل شوي دي.

 خبرپاڼه کاږي طالبانو د کندوز په قلعه ذال او دشت ارچي کې پر امنیتي پوستو سخت بریدونه کړي چې په پایله کې یې د دغې ډلې دوه قومندانان خان اغا او جلال په شمول ۱۸ طالبان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

همدا راز د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې هم د طالبانو لخوا په پیل شویو بریدونو کې د دغې ډلې ځايي ولسوال شیخ صمد، قومندان قاري نادم بابري او ملاخان بابري په شمول ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

 کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو وسلې، ۱۰ موټرسایکلونه د جګړې ډګر کې پاتې شوي او په فاریاب کې یې د جګړې له ډګره یو طالب ترهګر هم نیولی دی.

طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو کورنیو چارو وزارت په دغو نښتو کې د خپل یو سرتېري وژل کېدل او د دریو نورو ژوبلېدل تایید کړي دي.

One thought on “افغان ځواکونو په  دفاعي جګړه کې د ۵ قومندانانو په ګډون ۳۳ طالبان وژلي”
  1. افغان ولس د طالیبانو په مرګ او ژوبله خوښی ښکاره کوی۰هو د
    افغان سرباز پولیس او هر افغان په مرګ خوابدی کیږی۰
    طالیب د اغیارو په شیطانت وطنوال وژنی۰ نو له خدایه د دی مبارکی
    میاشتی په خاطر د طالیب تباهی غواړو۰
    ژوندی دی وی افغان وطن ساتونکی قواوی
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *