افغان کمانډو ځواک

تاند- خاصو افغان ځواکونو یو وار بیا د طالبانو له منګولو یو شمېر برمته خوشی کړي دي.

د لغمان ولایتي ادارې نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغان کومانډو ځواکونو د لغمان په الینګار ولسوالي کې د طالبانو پر یوه مرکز چاپه اچولې او د دې ډلې له محبس څخه یې ۳۰ تنه خوشي کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپیان شوي او څو تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

طالبان که څه هم تاییدوي چې د دوی پر یوه مرکز په لغمان کې برید شوی، خو دا خبره نه مني چې ګنې افغان ځواکونه دې توانېدلي وي چې بندیان خوشي کړي یا طالبانو ته مرګ ژوبله واړوي.

تر دې پخوا هم په ځلونو افغان ځواکونو د طالبانو له منګولو د بندیانو د خلاصون خبرونه ورکړي چې تر ټولو وروستی یې د هلمند د باغران ولسوالي په اړه و.

د چارواکو په وینا تېره میاشت افغان او بهرنیو خاصو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په لسګونو بندیان په باغران کې د طالبانو له محبسونو څخه خلاص کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *