تاند- د لوګرولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د ۷ پاکستانیانو په شمول ۴۵ سختدریځي وژل شوي دي.
د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، دا کسان نن سهار وروسته له دې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شول چې وسله والو سختدریځو پر ولسوالۍ ډزې وکړې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په حمله کې شاوخوا ۳۰ نور وسله وال سختدریځي ژوبل شوي او اوس دا کسان، چې د تېښتې هڅه کوي، د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره دي.
طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې نن د افغانستان دفاع وزارت هم په لوګر کې د دولت وسله والو مخالفانو ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو خبره کړې وه خو دقیق شمېر یې نه و څرګند کړی.