تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: دفاع وزارت وايي، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع یې په دایکنډي ولایت کې او د هرات د شینډنډ لپار د طالبانو ولسوال عبدالمعروف یې په کشک کهنه ولسوالۍ کې وژلی دی.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان تاند ته وویل، تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې یوې ډلګۍ د دایکنډي په کجران ولسوالۍ برید ته چمتووالی نیولی و چې افغان هوايي ځواکونو په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، په دې برید کې ۷ طالابن د هلمند د نوازد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالواسع په ګډون وژل شوي او له وسلو او مهماتو ډک موټر یې هم له منځه وړل شوی دی.

نوموړی وايي، همدا راز یې د سه شنبې په شپه هم د هرات د شینډنډ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالمعروف مخلص د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د کشک کهنه په آب باریک سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړی وايي، ځانګړو ځواکونو د عبدالمعروف په قرارګاه برید کړی او د ځینو وسایطو او نظامي وسایلو د نیولو ترڅنګ یې یو ساتونکی هم ور وژلی دی.

خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *