تاند- د افغانستان امنیتي ځواکونو کندوز ښار له طالبانو ونیوه او ملي بیرغ یې د دغه ښار پر مرکزي چوک ورپاوه.

افغان امنیتي ځواکونو پرون /چهارشنبه/ د کومکي ځواک له رسېدو وروسته د شپې په مخه په کندوز کې عملیات پیل کړل او تېره شپه وتوانېدل چې طالبان د ښار له زیاتو برخو وشړي.

ویل شوي چې په ښار کې هرې خوا ته د طالبانو مړي لیدل کېږي او ځیني شاهدان وايي چې په سلګونو طالبان وژل شوي دي.

خو یوه امنیتي چارواکي وویل چې شاوخوا ۲۰۰ طالبان تېره شپه وژل شوي دي

د دفاع وزارت سرچینې وايي چې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي.

امنیتي ځواکونو له ښاره طالباني بیرغونه لېري کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې لا هم د کندوز ښار په شاوخوا سیمو کې نښتې روانې دي خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندوز کاملاً تصفیه شوی دی

ویل شوي چې ولسمشر غني تېره شپه امنیتي ځواکونو ته د کندوز د پاکولو امر وکړ. طالبانو کندوز ښار د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ نیولی و.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *