تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: دفاع وزارت وايي، څلور کاله وروسته یې په یوه اوونۍ کې د بدخشان دویمه ولسوالي یمګان هم له طالبانو بیرته ونیوله.
تاند ته د دفاع وزارت په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا ولسوالي څلور کاله له طالبانو سره وه، خو نن دوشنبه یې پرې خپله ولکه ټینګه کړې او طالبانو ته یې درانده تلفات اړولي دي.
دفاع وزارت د یمګان د بیرته نیولو په عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو د دقیقو تلفاتو راپور نه دی ورکړی، خو وایي، نورو ولسوالیو کې به هم د دوی عملیات مخ پر وړاندې روان وي.
تر دې وړاندې دفاع وزارت ویلي وو چې د بدخشان وردوج ولسوالي یې له ۵ کلونو وروسته له طالبانو نیولې ده، په داسې حال کې چې شاوخوا میاشت وړاندې طالبانو د بدخشان پر کران و منجان ولکه ټینګه کړې ده.