تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: افغان ځواکونو له دریو کلونو وروسته د بغلان دهنه غوري ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.
د دفاع وزارت له لوري تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو تېره شپه دا ولسوالي په بشپړ ډول له طالبانو پاکه کړې او د ولسوالۍ پر ودانۍ یې د افغانستان ملي بیرغ رپولی دی.
دفاع وزارت ادعا کړې چې په بغلان کې یې له یوې اوونۍ راهیسې په پيل کړیو عملیاتو کې یې د طالبانو د عشر او زکات د مسول قاري عصمت الله په ګډون ۷۱ طالبان نیولي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان عملیات به تر هغو روان وي چې دا ولایت په بشپړ ډول له طالبانو پاک شي.