ملا فضل الله

تاند- افغان چارواکي د پاکستاني رسنیو هغه راپورونه ردوي چې پر اساس یې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو مشر محاصره کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته افغان چارواکو د سې شنبې په ورځ د کابل په سفر کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.

ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د نژدې کېدو په لړ کې افغان امنیتي ځواکونه  د پاکستاني طالبانو د مشر نیولو ته نژدې شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو یا آی ایس آی رييس د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له مشرانو سره ولیدل.

د ولسمشر محمد اشرف غني او جنرال راحیل شریف له کتنې وروسته ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره د پاکستان پیغام او ژمنې مثبتې دي او په راتلونکو څو اوونیو کې به یې نتیجې روښانه شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی و. د دغو اقداماتو نتیجې به په راتلونکو اوونیوکې واضح او روښانه شي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دوو چارواکو تاند ته په دې شرط، چې نومونه به یې نه څرګندېږي وویل چې ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې نشته، نو په داسي حال کې چې نوموړی په افغانستان کې نه وي څرنګه به یې د محاصرې کړۍ افغان ځواکونه تنګه کړي.

د دوی په وینا پاکستاني رسنۍ دا ډول ادعاوې د دې لپاره کوي چې ثابته کړي چې ګواکي ملا فضل الله په افغانستان کې دی.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه د دغه هیواد د چارواکو په قول وايي چې د پاکستان لوی درستیز او د استخباراتو رييس افغان مشرانو ته د پېښور پر پوځي ښوونځي د ملا فضل الله د لاس لرلو شواهد وړاندې کړل.

د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي د طالبانو په حمله کې شاوخوا یو نیم سل تنه ووژل شول او پاکستان له هماغه وخته له افغانستان سره د همکاریو ژمنې کوي او له افغانستان څخه د ورته همکارۍ غوښتنه کوي.

4 thoughts on “افغان چارواکو د ملا فضل الله د محاصره کولو په باب د پاکستان ادعا رد کړه”
  1. وایی چی د اور سوی په اور جوړیږی. لکه چی موږ ټول پدی ښه پوهیږو چی آی اس آی دا ۴۰ کاله کیږی چی په افغانستان کی د افغانستان په مقابل کی د مخالفینو په روزلو سره چی د افغانستان د حکومتونو په وړاندی یی روزی او جګړه پر مخ وړی. د افغانستان د استخبراتو لپاره پکاره ده چی د پاکستان په مقابل کی د ورته عمل څخه کار واخلی همدا اوس ډیر ښه شرایط برابر دی چی پاکستانی طالبان افغان استخبرات وروزی او مرسته ورسره وکړی او د د پاکستان په وړاندی یی وکاروی، دا ځکه یو خوا پاکستانی حکومت پر اسلام ولاړ حکومت ندی بل خوا به د پاکستان ل شر څخه افغانان خلاص شی. نو د افغانستان حکومت که دا کار په رښتیا کړی وی ، ملا فضل الله یی معاصره کړی وی دا لویه اشتبا ده چی کوی باید داسی کار ونه کړی.

  2. ورور شاكر جان ته سلام..!
    ستا ملي او وطني إحساسات دقدر ور دي.زه يو بخواني داستخباراتو كار مند وم .
    شه به دا وي جه به استخباراتي كارو تماس او تشبس ونه كرو.اوكه دلاسه مو بوره وي بايد دكمك او همكاري خخه ورسره دريغ ونه كرو.خكه جه ملي كتي مو شريكي دي.

  3. که دغلام حکومت چارواکي په ککرۍ کی
    لږ ماغزه هم ولري نو دپاکستان داستخباراتو نه دبذدل اخیستو همدا مناسبه او ښکلی موقعه ده

  4. که چیرته ملا فضل الله په افغا نستا نکی رښتیا وی یا نوی ، با ید افغانستا ملا فضل الله سره خپل روابط ډیر نژدی کړی . ځکه پا کستا نه هغه وخت لاری ته راځی چید درد احسا س کړی . دافغانستا ن حکومت باید په دی منا فقا نو باور ونکړی . کنه بیا به اوبه له ورخه تیری وی او هیڅ به نه کیژی ، افغانستان با ید خا صه بودیجه لکه پا کستانی چی دافغانستا ن لپاره لری دپا کستا ن لپاره ولری چی پا کستان کی ګډوډی رامنځنته کړی. او بله مهمه خبره چی نوی حکومت با ید پا کستان لپاره خپل روابط پا کستان سره خراب نکړی . ځکه دهند لپاره ۹۵ فیصده افغانان خوشبین دی چی سمه مرسته دافغانستان سره کوی او پا کستان باره کی ۵ فیصده هم خوشبین ندی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *