تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو حمله، چې له کبله یې یو ماشوم ووژل شو او دوې ښځې ژوبلې شوې، په کلکه وغندله.

حامد کرزي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو یو مهم شرط د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو پای ته رسېدا اعلان کړې وه، وویل چې د هلمند دا برید له امنیتي تړون سره د ده د مخالفت یو بل دلیل وباله

د ولسمشر کرزي ویندوی د دې برید په اړه وویل :«دا ښيي چې امریکايي پوځیان د لویې جرګې پرېکړو او د افغانانو ژوند ته هیڅ درناوی نه لري.»

فیضي همداراز ویلي:« د داسي عملیاتو د دوام په صورت کې به افغانستان هیڅکله له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.»

د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو ورځو کې څو خبرداري ورکړل چې که د افغانستان ولسمشر ورسره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، خپل ټول پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې وباسي او له افغانستان سره کړې پوځي او پرمختیايي مرستې به ودروي.

له بلې خوا امریکا وايي چې د کرزي څو شرطونه یې ومنل خو ښاغلی کرزی نوي – نوي شرطونه مطرح کوي.

کرزي په وروستي ځل په خپلو شرطونو کې له ګوانتنامو زندان څخه د افغان بندیانو خوشي کېدا هم شامله کړې ده.

د هلمند له پېښې جلا د پنجشنبې په ورځ لږ ترلږه په درو نورو پېښو کې، چې د کرزي د حکومت وسله والو مخالفانو پکې لاس درلود، ۹ تنه ملکیان ووژل شول. خو د ارګ والو له خوا د دغو پېښو هیڅ راز یادونه نه ده شوې.

په ننګرهار کې په دوو چاودونو کې ۵ تنه ووژل ول. په کندهار کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول او په زابل کې یو قومي مشر ووژل شو.

One thought on “افغان چارواکو د هلمند پر یوه کور حمله له امنیتي موافقې سره د مخالفت یو دلیل وباله”
  1. بس نور باید مونگ افغانان له همدی بی رحمه حملو ادر واخلو
    او امریکایانوته دوستان ونه وایو،
    زکه چه امریکا هیسکله نه غواری افغانان شه ژوند ولری
    باسکونه ژوند ولری
    په یو اتحاد او اتفاق ودریژی،
    له کرزی سخه داهیله لرو چه خپل تاریخ دی په آخر کی راژوندی کره،
    خپل افغانیت دی ثابت کره
    نور افغانانوته اور مه بلوه،
    نور دا اور له افغانانو بل لور ته واروه،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *