تاند- په کابل او کندهار کې افغان چارواکو د پاکستاني پوځیانو له لوري د یو نیم سل افغان سرحدي پولیسو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا په کلکه رد کړه.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، پاکستاني جنرال ندیم لویه مبالغه کړې:

«د افغانستان د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د بلوچستان د مليشه ځواکونو د مشر مېجر جنرل نديم هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په نښته کې ۵۰ افغان عسکر وژل شوي دي. هغه وایي په دغه نښته کې دوه سرحدي عسکر او یوه ښځه وژل شوي او پنځویشت نور ژوبل شوې دي.»

په کندهار کې یوه امنیتي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په اړه یې خبرې کولې، تاند ته وویل چې نن او پرون د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ راز جګړه نه ده شوې.

د دغه چارواکي په وینا یوازې د جمعې په ورځ /مې ۵/ دوولس ساعته جګړه شوې او له اوربنده وروسته دواړو خواوو پر یو بل ډزې نه دي کړي.

د جمعې د ورځې په نښته کې، چې د سهار په درې نیمو بجو پیل شوې وه، ۲ افغان سرحدي پولیس او یوه مېرمن شهیدان او ۱۴ ملکیان ټپیان شول.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې په جګړه کې ۹ پاکستاني سرحدي ملېشه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس صدیق صدیقي هم د پاکستاني جنرال ادعا په کلکه رد کړه، ویې ویل چې د جهانګیر (نظر) او لقمان کلیو پر سر په نښته کې یوازې دوه افغان سرحدي پولیس او یوه مېرمن شهیدان شوي دي.

راپورونه وايي چې د اوربند پر سر د موافقې په مهال پرېکړه شوې چې د دواړو خواوو تحقیقاتي ټیم به د نظر او لقمان کلیو د برخلیک په اړه برېکړه کوي.

افغان چارواکي وايي چې له دواړو کلیو یې پاکستاني پوځیان شړلي او اوس د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي.

په بلوچستان کې د پاکستان د ملېشه ځواک د قول اردو قوماندان جنرال ندیم انجم نن ادعا وکړه چې ځواکونو یې په سپین بولدک – چمن کې پر افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې ۵۰ افغان سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د جګړه په ورځ (جمعه) او سبا یې پاکستان یوازې د خپلو تلفاتو یادونه کوله او ژوره خواشیني یې پرې څرګندوله. (تفصیل ولولئ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *