تاند- د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، امریکايي پوځیانو د پاکستان د طالبانو د تحریک یو مهم قومندان له دوی څخه تښتولی دی.
افغان چارواکي وايي چې د حکیم الله مسود مرستیال څو میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو نیولی و او غوښتل یې چې د نوموړي په وسیله له خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو لپاره د تماس لاره اواره کړي.
د بېلابېلو لوېدیځو خبري اژانسونو او رسنیو د راپورونو له مخې افغان چارواکو نن /جمعه/ وویل: د پاکستاني طالبانو مهم قومندان لطیف مسود (مسید) د امریکايی پوځیانو له لوري په لوګر ولایت کې د افغانستان د دولتي ځواکونو له کاروانه وتښتول شو. د دوی په وینا امریکايي پوځیانو د دغه قومندان په اړه د افغان ځواکونو مخابراتي مکالمه اورېدلې وه.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دې مسلې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی سخت په قار کړی او د امریکا او افغانستان په امنیتي موافقه کې یې پر خپلو غوښتنود ده ټینګار لا زیات کړی دی.
افغان چارواکي د لطیف مسود دنیول د خپلو امنیتي ځواکونو تر ټولو مهم عملیات بللي دي.
ویل کېږي چې لطیف الله مسود شاوخوا دېرش کلن دی.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي بې له دې چې د مسود نوم واخلي وویل:«د طالبانو دغه مشر له میاشتو میاشتو خبرو وروسته منلې وه چې د افغانستان له ملي امنیت (استخباراتو) سره وویني.»
فیضي دا هم وویل:« افغان مامورین د ملي امنیت د ریاست لور ته روان ول او هلته تمه وه چې له مسود سره خبرې وکړي خو امریکايی پوځیانو موټرونه ودرول. امریکایانو په زوره د طالبانو دا مهم کس له موټره کښته کړ او بګرام ته یې بېوه»
په بګرام کې لا هم شاوخوا ۶۰ افغان او بهرني مشکوک سخت دریځي د امریکایانو له لوري ساتل کېږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې کرزي تراوسه پوري د امریکایانو له لوري په ښکاره د لطیف الله مسود د تښتولو په اړه څه نه دي ویلي او سي آی اې د لطیف اله مسود په اړه د افغان چارواکو پر څرګندونو له څه ویلو ډډه کړې ده.
خو ورځپاڼه وايي، دوو امریکایي چارواکو، د موضوع د حساسیت له کبله د خپلو نومونو د نه څرګندولو په شرط تایید کړې چې لطیف الله مسود د امریکایانو په توقیف کې دی. دوی نور جزییات څرګند نه کړل.
د افغانستان په خاوره کې د افغانستان د د امنیتي ځواکونو له لاسه د امریکایانو له لوري د دغه مهم طالب تښتونه د طالبانو له دې ادعا سره مرسته کوي چې د افغانستان حکومت د پرېکړې واک نه لري ځکه دوی(طالبان) د افغان چارواکو پر ځای له امریکایانو سره خبرې کوي.
حیرانوونکی خبر…..
نه پوهیږو زمونږ په وطن کی داڅه نامعلوم انډوخر روان دی، زه دي خبری په شک کی واچولم کیدایشی لطیف الله مسود دامریکایانو خاص کس وی اوپه دي خاطر یی دامنیتی ځواکونو څخه اخستی وی چه رازونه افشآ نکړی. که داسی نه وی نوولی داسی وشی؟
Great embarrassing point for karzai authority and our fake army and national security. USA never want any anti Pakistan forces to be use against Pakistan but they will support Pakistan to recruit any kind terrorist against afghans .
د زوره ورو اوبه پر لوړه خيږي !
د اشغالګرو او استعمارګرو سره تړون او قرار داد مفهوم نلري، ځکه چي دوي هيڅ ډول تړون او قرار داد ته اخلاص نلري ،تيرو دولس کلونو دا حقيقت ثبوت کړيدی، په تړون او قراداد سره اشغالګر خپل اشغال او ضد بشري کړنو ته قانوني بڼه ورکوي.
افسوس د افغانانو پر حال چي پر مځکه يې شمالي ټلواله،پنجابي ټلواله او امريکايي ټلواله مسلط دي،افغانان د ځان اختيار نلري حتی جناب کرزی چي اشغالګرو راوست.
۱- ملا برادر چا نیولی او تښتولی و؟
ځواب: امریکایي + پاکوستانی استخباراتو
۲- ولې او د څه له کبله؟
ځواب: ځکه چې ملا برادر غوښتل د سولې په اړه له کابل سره خبرې اترې وکړي
کټ مټ همدارنګه:
۱- مسود چا ونیوه و يې تښتاوه؟
ځواب: امریکايي پوځیانو
۲۰ ولې او له څه ګبله؟
ځواب: ده هم غوښتل د سولې په اړه له کابل سره خبرې اومنځګړتوب وکړي
بالکل یو کیس او یورنګ عمل دی چې د سولې دوښمنان يې د امریکا په مشرۍ سرته رسوي.
سلام؛ ښه کارسوۍ څه دپاکستانی طالبانو مشرومندان لطفالله مسید له افغانانو امریکایانوقبضه کړ۰که نه افغانی …Wassalaamمافیا په دالرو فورآ په پټه تبادله کاوه.لکه څونورطالبن
محترمو وطنوالو دا کوم حیرانونکی خبر نه دی، دومره خبره د هغو کسانو لپاره چی هميشه له احساساتو کار اخلي د افغانستان د دیرش کاله جګړې نه یی څه زده نه کړل او اوس هم فکر او تحليل نه شي کولې يا د عمر د کمښت له امله يا هم د پوهې د کمښت له امله نو د هغوي لپاره داسې واقيعات نوي وي، نور نو که ټول په ټوله کې وګورو دا ټول د يوه اخور غوايان دي که طالب دی که حکومت دی که د مجاهد تر نوم لاندې داړه ماران يا نور دی دوي ټول په دی پوهيږی چي د امريکا د امر نه په غیر دوي د خپلې نه آه هم ويستلی نه شي، خو امرمان د افغانستان په هغه مسلمانانو ځوانانو، ښځو ، خويندو ميندو چې دیرش کاله د دي سيريال قرباني شول، الله دی د هغوي د څپيڅلې عقيدی په اساس د هغوي شهادت قبول کړي، الله دی د هغوي یتيمان او کونډي او کورنۍ په خپل امان کي وساتی الله دی ورسره غيبی مدد وکړي.
هر کله چي يو طالب بل طالب وژني، هر کله چي طالب د اردو او پوليسو عسکر وژنی هغوي حلالوي، هرکله چي طالب د دولت ملکي وګړي وژني، هرکله چی طالب سپین ږيری او مخور وژنی، هرکله چی طالب مجاهد وژنی هر کله چی مجاهد طالب وژنی نو ايا دا کوم اسلام دی، ښکاره ده چي د خپل ژوند د بقا لپاره د غيرو غلامي کول دی.
د افغانستان د قدر وړ ځوانانو ستاسې څخه يوه هيله ارزو لرم که غواړۍ چي افغانستان د غلامي نه خلاص شي علم زده کړئ، هنر زده کړئ، همدارنګه د پلار تر نامه لاندې کسانو تاسو نه مې غوښتنه ده که افغانستان مو په واقيعت کی وطن وی او ورسره مينه لري خپل بچي ښه ورزئ ټولنې ته د علم په ګاڼه سنبال نسل وړاندې کړۍ دا به د افغانستان ابادي وي، او که هميشه زمونږ بي غوری او ناپوهي او دا بي ځآيه احساسات، فکر نه کول او نه تحليل وی، په ياد ولرۍ چي تر ابده به تاسې غلامان ياست او هميشه به دهغه رزق په خاطر چي الله يې وعده تاسې خپل لاسونه کفارو ته غزولې وي لکه څنګه چې نن اوږده کړی دی.
داخبره هیڅ عجیبه نده چی امریکایی پوځیان دی پاکستانی طالب تشتولی وی ، داعجیبه ده چی هغه افغانان چی لاهم نه پوهیږی داچی دکرزی په ریاست دا دغلو حاکمیت تیم خپل واک نلری او تول جاسوسان او خرڅ شوی ایلجاری خلک دی څکه امریکایان داسی بی ظرفیت کسان پر واک کشینولی چی دوی نه داستقلال په معنی پوهیږی اونه هم تمامیت ارضی پیږنی او داسی دملی منافع په نامه کوم شی سره بلدیت لری! دوی یواځی پدی بوهیږی چی څرنګه چور او تالان وکړی ،څرنګه دهیواد په سر د خپلو بادارانو سره و طنفروشی معامله وکړی څرنګه دمخدره موادو قاچاق وکړی څرنګه دخلکو او عامه ملی ګتو غلا او غصب وکړی څرنګه قتل وکړی څرنګه دخلکو پر ناموسو تجاوز وکړی څرنګه داسلام سپیڅلی دنومه ځانونه شیخ احدیث معرفی کړی او په اسلام پوسخندونه ووهی او داسی نور……………………..!نور نو ددوی څخه کومه توقع نشته او که څوک ددوی څخه توقع د دولت داری ولری اوروسته له دومره تجربو او امتحانونو پردوی بیځایه اعتماد وکړی بیشکه چی دا عجیبه او احماقت دی اوبس
غوځه خبره داده چه امریکایی قواوی دي نور زمونږ وطن پریږدی، مونږپوه شه اوطالیبان، خوددوی څخه احترامانه خواست کوو چه افغانستان پریږدی.
اوکه ځینی دوستان دامریکایانو په پاتی کیدو خوښ وی نوهغوی دي هم ورسره امریکا ته ولاړ شی، مونږ نور پریږدی که طالیب مووژنی اوکه مجاهد مووژنی اوکه خلقی مووژنی اخر به یوحالت رامینځته شی چه په خپل مینځ کی سره جوړ شو.
ترڅوچه خارجی قواوی په افغانستان کی موجود وی مونږافغانان به ارامه ورځ ونه ګورو.