تاند- د دې لپاره چې طالبان د پاکستان له کنټروله ووځي افغان چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې دننه د طالبانو لپاره یوه خوندي سیمه رامنځته کړي.

د ډیجټل ژورنال خپرونې د راپور له مخې، افغان چارواکي غواړي په دې توګه طالبان له پاکستانه راجلا کړي او د جګړې د پراختیا مخه ونیسي.

دا ستراتیژي په عین حال کې د دې ښکارندویه ده چې افغان چارواکي په تېرو ۱۵ کلونو کې د نورو کارول شویو ستراتیژیو پر بري بې باوره شوي دي.

یوه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د حکومت د دې ستراتیژۍ هدف دا دی چې طالبان له پاکستانه افغانستان ته راشي.

ده همداراز وویل«موږ یوه سیمه دوی ته جلا کوو چې د خپلو کورنیو له غړیو سره راشي. بیا که یې د سولې خبرې کولې یا یې جنګ ته دوام ورکاوه، پروا نه کوي خو د پاکستان له فشاره به خلاص شي.»

دغه افغان امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره په تماس کې دی خو داسي کومه سیمه به طالبانو ته ونه سپاري چې پوځي تاسیسات پکې وي.

له دې ستراتیژۍ سره ځینو افغان چارواکو مخالفت کړی خو ځینو نورو یې ملاتړ کړی دی.

په موافقانو کې یو هم د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دی.

ده تېره میاشت له قومي مشرانو سره په غونډه کې ویلي و«له طالبانو غواړم چې خپل هیواد ته راشي. موږ باید د دوی او د دوی د کورنیو د غړیو لپاره خوندي سیمه رامنځته کړو.»

قوماندان عبدالرزاق همداراز وویل«موږ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر دې زیات په بهرنیو حکومتونو او سفارتونو باور نه شو کولی. طالبان د دې خاورې دي او د دې خاورې اولادونه دي.»

قوماندان عبدالرزاق د نورو توضیحاتو لپاره مرکې ته تیار نه شو.

همداراز په ولسي جرګه کې د اروزګان یوه استازي عبیدالله بارکزي هم ویلي، که طالبانو ته دایمي ادرس برابر کړای شي، هغوی به بین الافغاني خبرو ته راضي شي.

ده ازادي راډیو ته ویلي چې د وسله‌والو طالبانو د مخکني مشر ملا محمد عمر اخند زوی مولوي یعقوب، د وسله‌والو طالبانو د دفاع وزیر او د پاکستان د «ای. اس. ای» دوه پوځي جنرالان ارزګان ولایت تللي او هلته‌يې له خلکو سره خبرې پیل کړې دي.

خو د هلمند پخوانی والي شېرمحمد اخوندزاده د دې طرحې مخالف دی، وايي چې حکومت باید «تروریستانو ته امن ځای» ورنه کړي.

دیجټل ژورنال وايي، طالبانو ته د خوندي ځای ورکولو ستراتیژي هغه مهال مطرح شوه چې د دې ډلې مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې له سیوري لېري د فعالیت غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا یې ویلي دي چې طالبان د افغانستان د حکومت تر څارنې لاندې په افغانستان کې اوسېدای شي.

طالبانو ته د امن سیمې د رامنځته کولو اوازې په داسي حال کې خپرې شوي چې فرانس پریس اژانس د پټو پوځي اسنادو پر اساس وايي چې افغان ځواکونه د هلمند له دوو ولسوالیو څخه د وتلو پلان لري.

ځیني افغان سرچینو فرانس پریس ته ویلي چې د ابراهیم صدر په شان د کوټې شورا غړي افغانستان ته راغلي دي.

One thought on “افغان چارواکي غواړي چې د طالبانو د مشرانو لپاره په هیواد کې امن سیمه رامنځته کړي”
  1. د سولې لپاره یواځنۍ او سمه لاره د طالبانو خلاف ملي پاڅون دی، کوم چارواکي چې دا چټیات وایي هغوی هم د سولې دښمنان دي. د ځناور او وحشي سره سوله نه بلکې وژل او نابودول یې پکار دي. دا ۱۶ کاله یې پدې نامه خلک تیر ویستل نور خلک نه دوکه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *