تاند – ویل کیږي چې د افغانستان حکومت د لسو کسانو یو لست د پاکستان حکومت ته سپارلی دی چې دا کسان د سولې خبرو ته چمتو کړي. تر اوسه د دې کسانو نومونه نه دې افشا شوي، خو ځیني سرچینې وایي چې په دوی کې د طالبانو د دواړو ډلو، د اسلامي حزب او د حقاني شبکې مشران شامل دي.

د افغانستان د حکومت دننه ځیني سرچینې چې د نوم له افشا کیدو ډډه کوي وایي چې دا لس کسه د دې لپاره معرفي شوي دي، څو د مارچ په لومړۍ نیټه د سولې په مخامخ خبرو کې نامعلوم کسان د طالبانو د استازیو په نوم له افغان پلاوي سره خبرو ته څوک رانه ولي.

طالبانو د افغانستان د حکومت د سولې د وړاندیز په اړه تر دې دمه رسما څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د حکومت دننه یو شمیر کسان وایي چې له پیکنګ او واشنګتن او اسلام اباد څخه تضمین اخیستل شوی دی، چې هر هغه څوک چې د سولې خبرو ته نه چمتو کیږي له هغه سره به یو ځای سخت چلند کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ طالبانو ته د افغان حکومت له استازیو سره د مخامخ خبرو بلنه ورکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په جګړې ټولو ښکیلو ډلو ته یې په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو تر دې رسمي بلنې مخکې ویلي و چې چا له دوی څخه د سولې په خبرو کې د برخې اخیستنې غوښتنه نه ده کړې او دوی یو لړ شرایط لري که هغه پوره شي، بیا خبرو ته کښیني، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په څلور اړخیزه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه ټولو لوریو موافقه وکړه چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره به وار له مخه شرطونه نه ایښودل کیږي.

طالبانو د افغان چارواکو د دغو څرګندونو او دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د بلنې په باب تراوسه څه نه ذدي ویلي خو ګلبدین حکمتیار ته نژدې سرچینې وايي چې له دوی سره تراوسه پوري د توپک په ژبه خبرې شوي کنې دوی د سولې خبرو ته په سوله ځواب وايي.

2 thoughts on “افغان چارواکي: له چین او پاکستانه یې تضمین اخیستی که څوک سوله نه مني پر ضد به یې اقدام کېږي”
  1. دافغان حکومت سیاست تراوسه هم ماشومانه دی. که دزور له لارې چا طالبانو کابوکولی شوای نو ستاسو څه خیال دی چې تراوسه له طالبانو سره چا زور ندی کارولی؟! دامریکې او ناټو خوله زوره زړه وچاودیده پاکستان هم ووژل، ویې نیول او ترننه یې دپاکستان زندانونه ترینه ډک کړیدي. خو ددې سره سره بیا هم طالبان ورځ تربلې قوي کیږي بریدونه یې مړثریت پیدا کوي سیمې نیسي او مخ په وړاندې روان دي
    داځل داسې معلومیږي چې دافغانستان دحکومتي چارواکو زړه به دپاکستان له سیاسته وچوي او داځل به داسې مغالطه ورکړي چې دافغانستان دحکومت ورمیږ به هم پکې مات شي.ترهرڅه ښه خبره به داوی چې حکومت لومړۍ ځان دامریکې له غړوندي خلاص کړی وای بیایې مستقیما له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي وای
    . دطالبانو ټولې مشروع غوښتنې یې په پام کې نیولي وای له دینه پرته هسې دوخت ضائع کول دي او دخلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي او بس.

  2. سوله خو اصول لري او شرائط لري نو که شرائط ونه منل شي بيا به څه وي ؟؟ څلور واړه به جنګ کوي له چاسره ؟
    له پارتي زنو سره ؟
    وروره دا وړۍ نه شړۍ کېږي

    پښتونه بيدار شه !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *