تاند- افغان چارواکي وايي، د چمن – سپین بولدک ترمنځ پر ډیورند کرښه د پرتو کلیو د جیولوجیکي سروې په اړه یې له پاکستان سره موافقه نه ده کړې.
په کابل او کندهار کې بېلابېلو افغان چارواکو وویل چې نه یې په دې اړه کوم پلاوی کرښې ته لېږلی او نه له پاکستان سره په دې موضوع موافقې ته رسېدلي دي.
پاکستاني چارواکو نن /دوشنبه/ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې له افغانستان سره د شوې موافقې پر اساس د دوی پلاوی نن /دوشنبه/ هغو سیمو ته ورسېد چې د جمعې په ورځ د دوو هیوادونو سرحدي ځواکونو پکې نښته کړې وه.
د پاکستان د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه چارواکي کاشیف نبي وویل، د دواړو خواوو پلاوي، چې د پوځ افسران هم پکې شامل دي، نن /دوشنبه/ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو کلیو ته ورسېدل او کار یې پیل کړ.
ده همداراز وویل «دواړو خواوو موافقه کړې چې د جنجال د پای ته رسولو لپاره د کلیو جیولوجیکي سروې وکړي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او ارګ دا خبره رد کړه، ویې ویل چې له پاکستان سره هیڅ راز موافقه نه ده شوې.
د حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، پاکستان د داسي خبرو په مطرح کولو غواړي خپل خلک تېرباسي.
سرچینې همداراز وویل، په لقمان او نظر کلیو کې له نښتې د پاکستان هدف دا و چې د ډیورنډ کرښې پر سر له افغانستانه سند واخلي.
د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک هم وویل چې د افغانستان له لوري کوم پلاوی د جیولوجیکي سروې لپاره نه دی ګومارل شوی او نه له پاکستان سره په دې اړه خبرې شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان وايي، له افغانستان سره په ګډه د لقمان او نظر په کلیو کې جیولوجیکي سروې کوي څو معلومه شي چې دا کلي د کوم هیواد د خاورې برخه دي.
Dair kha.da durend pa kerkha her zai ke Gen Abdl Raziq pakarde.da pakistan darogh wail Adath aw policy da