تاند- په لوګر کې د یوې څرخکې د لوېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.
په داسي حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت او ناټو وايي، په لوګر ولایت کې نن ماسپښین /پنجشنبه/ غورځېدلې الوتکه د دوی نه ده، د لوګر د ولایتي شورا یو فعال غړی ډاکتر عبدالولي وکیل وايي چې لوېدلی هیلي کوپتر د پاکستان دی.
د ډاکتر وکیل په وینا دا څرخکه په ازره ولسوالي کې ولوېده او پکې ۶ تنه سپاره کسان طالبانو ونیول.
د لوګر د والي ویندوی سلیم صالح هم تایید کړه چې دا څرخکه پاکستانۍ ده.
ده دا هم وویل چې څرخکې له لوېدو سره سم اور واخیست خو پکې ناست کسان ژوبل نه شول.
د سیمې یوه اوسېدونکي بیا وویل، کله چې څرخکه بیړنۍ ناستې ته اړ شوه او سپرلۍ ورڅخه کښته شوه، طالبانو څرخکې ته اور ورته کړ.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا هم تراوسه معلومه نه ده چې پاکستانۍ څرخکې په لوګر کې څه کول.
په همدې حال کې د افغانستان د حکومت او ناټو چارواکو وویل چې په لوګر کې لوېدلی هیلي کوپتر د دوی نه دی.
د ازرې ولسوال حمید الله حمید ویلي چې څرخکه د ازرې ولسوالۍ په اوبه خټي سیمه کې لوېدلې ده.
ده دغه راز ویلي په څرخکه کې ۶ تنه سپاره ول چې ۵ په اردو او یوه په انګلیسي ژبه خبرې کولې.