تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د غزني ولایتي چارواکي وايي چې د غزني ناوه ولسوالي له نهو کلونو وروسته نن سهار په بشپړ ډول د دولت لاس ته ورغله.
چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د نیولو او د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره دیارلس ورځې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې ۲۷۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
دد دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې په لسګونو بهرني تروریستان هم شامل دي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې په دې عملیاتو کې ۲۵۰ ماینونه او سلګونه ټنه چاودیدونکي مواد د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امنیتي ځواکونو ته وروسته له دې د ناوې ولسوالۍ د نیولو امکان برابر شو چې د یوه اوونۍ مخکې (اپریل ۲۹مه) یې د ناوې په ګاونډۍ ولسوالۍ ګیرو کې د طالبانو یو مهم مرکز ونیوه.
د غزني والي موسي خان اکبر زاده د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۲۹) په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ګیرو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو کلیدي اډه د جهانګیر کلی ونیوه.
دهيوادملی نظامی قوتونه به وروسته له دی ډيری برياوی اولاسته راوړنی ولری ،زموږ قهرمان ملی قوتونه دی الله په اتفاق ولری بریاوی هغه څوک لا سته راوړی چی په خپل مينځ کی اتفاق،اتحاد او يوالی ولری ،الله دی نوری برياوی هم ور په برخی کړی،انشالله ددښمنانو مخونه به تورشی ،نړی اوزموږ خلک به دسترو برياو شاهدان وی تل دوی افغانستان کاميابه دی زموږ ملی نظامی قوتونه.
دا دګيرو ولسوالي نه ده دګيلان ولسوالي ده