تاند- د فراه ولایت چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت د مرکز د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو پراخه حمله په شا تمبولې ده.
یوه افغان امنیتي چارواکي میر اسدالله خان کوهستاني رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو له دوې ورځینۍ خونړۍ جګړې وروسته پر فراه ښار د وسله والو طالبانو بریدونه ناکام کړل.
کوهستاني د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل:«د دښمنانو ۱۴ مړي پاتې شوي او نور د فراه ولایت د مرکز له شاوخوا سیمو په څټ شوي دي. دوی د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.»
په فراه کې جنرال کوهستاني وايي چې افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي او کلکه اراده یې کړې چې ټول حمله کوونکي طالبان، چې اوس په تېښته دي، ووژني یا ونیسي.
له بلې خوا د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور نن رسنیو ته وویل چې سلګونو وسله والو سختدریځو له شپږو خواوو څخه د ولایت د مرکز، فراه ښار، د نیولو لپاره د دوشنبې په سهار بریدونه وکړل خو امنیتي ځواکونو کلک ځواب ورکړ او هغوی یې پسې واخیستل.
بختور وايي، که سختدریځو په فراه کې ځان ټینګ کړی وای ګاونډي ولایتونه هرات او نیمروز یې هم له دې ولایته بې ثباته کولی شوای.
د فراه والي اصف ننګ هم د طالبانو برید تایید کړ خو ویې ویل چې د دښمن دسیسه او پلان شنډ شو.
ده همداراز وویل، دښمنان په بالابلوک او دلارام ولسوالیو کې ماته وخوړه او امنیتي ځواکونه بریالي شول چې هغوی پسې واخلي.
ښاغلي ننګ په عین حال کې وویل چې په جګړو کې ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
فراه دوهم ولایتي مرکز دی چې په تېرو دیارلس کلونو کې طالبان د هغه د نیولو هڅه کوي. تر دې پخوا طالبانو هیڅکله د کوم ولایت د مرکز د نیولو لپاره حمله نه وه کړې.
په وروستیو دوو اوونیو کې په سلګونو طالبانو د کندوز ښار د نیولو هڅه وکړه، د دغه ښار تر لمنو یې ځان ورساوه خو بېرته شاتګ ته مجبوره شول.
دفراه په نیولو کی دخلکو همکاری :
که چیری تاسی وضع د نژدی وګوری دفراه ولایت په نیولو کی ولس دطالبانو همکاری کوی داچی ولی ملکی خلک دطالبانو سره همکاری کوی زما په اند لاندی لاملونه لری
۱:لومړی داچی دفراه ولایت اکثره حکومتی چارواکی په فساد او رشوت کی لاس لری او دی خلک دی ته مجبور کړی دی چی دوسلوالو طالبانو سره یوځای او دحکومت په وړاندی جګړه وکړی ځکه چی خلک نور دفساد څخه ستومانه شوی دی او غواړی چی یوسالمه اداره رامځته شی او وکولای شی چی دخلکو ستونزو ته رسیده ګی وکړی
۲: دوهم لامل یی دادی چی فراه ولایت اکثره دخلک اقتصادی مشکل سره لاس او ګریوان دی چی کار بار نسته او دوی دپخوا پشان ایران ته هم نشی تللی ځکه چی ایران اوس افغانانو ته په ډیره سخته اجازه ورکوی چی دکاربار لپاره ولاړشی کله کله خو داسی هم پیښه شوه چی افغانان په قاچاقی غواړی دایران خاوری ته داخل شی هغه ووژل شی او یاهم ونیول شی رامرض یی کړی نو فراه ولایت خلک مجبور دی چی دیوداسی ډلی سره شی چی یوڅه په لاس راوړی نو بلی لار دوی نه لری بیله دی چی دمخالفینو سر یوځای شی