تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د خونړي هلمند پر ولسوالیو د وسله والو طالبانو حملې په شا تمبولي دي.

د هلمند په نښتو کې، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په شپې پیل شوي دي او شاوخوا ۸۰۰ کورني او بهرني طالبان پکې ګډون لري، تراوسه پوري په لسګونو ملکیان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس په سیمه کې له ځوابي عملیاتو وروسته تصفیوي عملیات کوي.

راپورونه وايي چې شاوخوا ۸۰۰ افغان او بهرني طالبان د سنګین ولسوالۍ په جګړو کې برخه لري. ویل کېږي چې دا بریدونه د دې لپاره پیل شوي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړل شي چې د پاکستاني طالبانو پرضد په خپله خاوره کې اقدام وکړي.

پاکستان باور لري چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې پناهځایونه لري.

جنرال عظیمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په ځپلو بریالي شوي دي. د ده په وینا په دې جګړو کې هم کورنۍ او هم بهرنۍ انګېزې شاملې دي.

دا هم ویل کېږي چې افغان طالبان غواړي چې په افغانستان کې د نوي حکومت تر واک ته رسېدو مخکې خپل دریځ پیاوړی کړي څو له نوي حکومت سره له غښتلي دریځه خبرې پیل کړي.

د هلمند د جګړو له کبله لږترلږه زر کورنۍ مجبوره شوي چې کډه وکړي. د هلمند چارواکي وايي چې ۲۵۰۰ کورنۍ بې خایه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *